رشيد دوستم هم په اشرف غنى نيوکى شورو کړى دى

افغان اولسمشر اشرف غنى او چيف ايګزيکټيو ډاکټرعبدالله عبدالله ترمينځه اختلافات له ختم شوى نه دى چې لومړى مرستيال رشيد دوستم هم په اشرف غنى نيوکى شورو کړى دى،وائى چې اولسشمر ټول واک اختيار ځان سره ساتلې دے دولتى معاملو کښې د هغه سره اړو صلاح مشوره نه کوى
خپل کور کښې دولتى چارواکو او د پارټۍ ورکرانو ته وينا پرمهال جنرل رشيد دوستم ګيله کړے چې اولسمشر اشرف غنى ورسره ناانصافى راخستې ده
د هغه وينا وه چې لومړى مرستيال باوجود هغه بے واکه او بے اختياره دے او په مهمو پوسټونو نامزدګى اولسمشر لخوا کيږى
رشيد دوستم اوئيل چې هغه نه پوښتنه کيږى چې ولې دفتر ته نه راځې؟په هغه دفتر کښې د ناستې هيڅ حق نه لرم چې لاس ليک مې نه چليږى
جنرل دوستم ملى امنيت شورا کښې د امنيتى کميټۍ يو ځائې کيدو باندې انديښنې څرګند کړى دى او وئيلې ئې دى چې د امنيتى کميټۍ مشرى کول د هغه قانونى صلاحيت دے
ياده دې وى چې اولسمشر اشرف غنى او چيف ايګزيکټيو ډاکټر عبدالله عبدالله ترمينځه پيدا شوى اختلافات هم تر دې دمه ختم شوى نه دى او دې سلسله کښې د شورو په ورځ دواړو مشرانو ترمينځه څلورم ملاقات هم بے نتيجې پائې ته رسيدلې وو