رشي کپور خېبر پښتونخوا حکومت ته پيښور کښې خپل ابائي کور په ميوزيم کښې بدلولو درخواست کړے

0
1

بالي وډ سټار او د کپور خاندان چنټو يعني شري رشي کپور خېبر پښتونخوا حکومت ته پيښور کښې خپل ابائي کور په ميوزيم کښې بدلولو درخواست کړے ، وزير خارجه شاه محمود قريشي هم تصديق کړے چې مونږ ته د رشي کپور درخواست ميلاو شوے ، مونږ پرې غور کوو
کپور خاندان به د پشاور قصه خوانۍ بازار کښې واقع حويلۍ کښې اوسيدو کوم چې د دغه خاندان مشر بشيش ورنات کپور جوړه کړې وه ، د تقسيم نه مخکښې کپور خاندان ممبئۍ کښې آباد شوے وو ، اوس رشي کپور غواړي چې د هغوي دغه آبائي کور په ميوزيم کښې بدل شي
بهارتي خبري اداره انډين ايکسپريس وائي چې کرتارپور کوريډور پرانستې په موقع بهارتي صحافيانو سره خبرو کښې وزيرخارجه شاه محمودقريشي وئيلي وو چې مونږ به د رشي کپور کور ته د ميوزيم شکل ورکوؤ ، وزيرمملکت برائے داخله شهريار آفريدي هم تصديق کړے چې رشي کپور ماته د خپل کور ميوزيم کښې بدلولو لپاره ټيلي فون کړے وو