رضا رباني دپاناما ليکس پلټنو لپاره کميټۍ مشر جوړېدو نه انکار کړې

0
29
د سينيټ چئيرمين ميا رضا رباني د پاناما ليکس پلټنو لپاره قامي اسمبلۍ کښې د مخالفو ډلو مشر سيد خورشيد شاه لخوا تجويز شوې پارليماني کميټۍ مشر جوړېدو نه انکار کړې او وئيلي دي چې د دې معاملې پلټنو لړ کښې خصوصې مهارت پکار دې کوم چې هغه نه لري 
د سينيټ چئيرمين ميا رضا رباني خپل يو بيان کښې د پاناما ليکس پلټنو لپاره تجويز شوې پارليمانې کميټۍ د مشر په هيڅ نوم وړاندي کولو باندې د مخالفو ډلو مشر سيد خورشيد شاه مننه  کړې خو دريځ ئې خپل کړي چې هغه لپاره ممکن نه ده چې د سينيټ چئيرمينۍ سره سره دې د پارليمانې کميټۍ مشري هم اوکړي
ميا رضا رباني وېنا وه چې د پاناما ليکس مکمل او صفا پلټنو لپاره د خاص پوهې يعني د وائټ کالر کرائم پوهه ضروري ده کوم چې هغه نه لري بايد چې د دې پلټنې د دې څانګې پوهانو د لارې اوکړي شي 
د سينيټ چئيرمين ميارضارباني دا هم وئيلي د ي چې د هغه د پالرليماني کميټۍ مشر جوړيدو سره د مفاداتو ټکراؤ هم کيدې شي ځکه چې هغه د سينيټ چئيرمين په هيڅ د سينيټ د استحقاق ذمه وار هم دې