رمضان نه پس به دوانړه صوبو کښې اليکشن کيږي، اسد عمر

زمان پارک جلاو ګهيراو کيس کښي د پي ټي آئي مشرانو عبوري ضمانت توثيق

سپريم کورټ کښې خيبرپختونخوا او پنجاب کښې د اليکشن ملتوي کيدو کيس،د پي ټي آئي سيکرټري جنرل اسد عمر ووئلي چې رمضان نه پس به دوانړه صوبو کښې اليکشن کيږي ځکه چې نوي ورځو کښې انتخابات پحقله آئين ډير واضحه دې ، حکومت د کيس دوران تسلي بخش دلائل ورکولې کښې پاتې راغلې

سپريم کورټ نه باهر ميډيا سره خبرو اترو کښې سيکرټري جنرل اسد عمر اووئيل چې د روژې نه پس به خيبر پختونخوا او پنجاب کښې انتخابات کولې شي،په دې معامله آئين کښې ښکاره ليکل شوي دي چې انتخابات به په نوي ورځو کښې دننه کولې شي
اسد عمر اووئيل چې چيف جسټس مطابق په ملک کښې فوري نۀ بلکه صاف وشفاف انتخابات کول ضروري دي،دا وخت په ملک کښې داليکشن ماحول په نظر نۀ راځي ،تر څو چې په ملک کښې تازه انتخابات نۀ وي شوې ترهغه پورې ملک د ستونزو نه نۀ شي راوتلې
په دې موقع پي ټي آئي ترجمان فواد چوهدري اووئيل چې د جمهوريت د پرمختګ لپاره اليکشن يو بنيادي شرط دې، د اليکشن نه بغير ملک په سمه لاره نۀ شي تللې
فواد چوهدري زياته کړه چې سپريم کورټ ډيفنس سيکرټري د مکمل پلان سره سبا له عدالت ته طلب کړې دې