د پاکستان کرکټ بورډ پخواني چيئرمين رميز راجه وئيلي دي چې کرکټ سره تعلق نه لرونکي خلقو ته مينجمنټ ورکول په تيارو کښې د څيزونولټون کول دي، د پي سي بي موجوده انتظاميې چې کوم آئين راوړې ،هغه زوړ دې، دوي يو سل پنځوس لوبغاړي فارغ کړي او ټول مشکلاتو سره مخ شويدي، رميز راجه دا هم وئيلي چې انګلينډ ټيم د پاکستان ټيسټ کرکټ په ډاګه کړېدې، چې کله تسلسل ماتيږي، نو بيا د کرکټ کارکردګي نه وي
د لاهور ګورنمنټ کالج يونيورسټۍ کښې د رميز راجه درناوي کښې دستوره شوې چې پکښې پخواني کپتان ته لائف ټائم اچيومنټ ايوارډ ورکړې شويدې په دې موقع دستورې ته خپله وينا کښې رميز راجه وئيلي چې يو مائنډ سيټ جوړ کړې شوې چې کرکټرز ښه ايډمنسټريټرز نشي جوړيدې رميز راجه اووئيل چې مينجمنټ يو داسي کس ته سپارل چې کرکټ سره هيڅ تعلق نه وي، دا خو په تيارۀ کښې د څيزونو لټون کول دي د پي سي بي پخواني چيئرمين اووئيل چې دوي وئيل چې مونږ نوکريانې ورکول ته راغلې يو، ولې دوي يو سل پنځوس لوبغاړي فارغ کړي او هغوي ټول اوس ژړاګانې کوي رميز راجه مخکښې اووئيل چې راتلونکي وخت کښې کرکټ د سياست نه پاک ساتل پکار دي، هر چا ته خپل دور پورا کولو موقع ورکول پکار دي، چې وخت ئې پورا شي او کار ئې نه وي کړې نو بيا دې ترې سوال جواب اوکړې شي