رهبر کميټې ته پخپله د رهبرۍ ضرورت دے: فردوس عاشق اعوان

نوي انتخابات به ضرور کوؤ کله چي د پارليمان آئيني وخت پورا شي

رهبر کميټې ته پخپله د رهبرۍ ضرورت دے، مسلسل شور خوروي او د فلاپ فلم شو پيش کوي، د فردوس عاشق اعوان ټويټس، وئيلي دي چي اليکشن کميشن يرغمال جوړولو او په هغي د اثرانداز کيدو په سختو ټکو کښې غندنه کوؤِ، فردوس مطابق عمران خان د آئين حکمراني، قانون بالادستي او بلا تفريق احتساب داعي دے
اطلاعاتو لپاره د وزير اعظم خصوصي مرستيالي فردوس عاشق اعوان ټويټس کړيدي، وئيلي دي چي رهبر کميټۍ ته پخپله د رهبرۍ ضرورت دے، اپوزيشن مسلسل شور خوروي او د فلاپ فلم شو کوي،
فردوس عاشق اعوان مطابق رهبر کميټې د اليکشن کميشن يرغمال کولو کوشش کړې، د کوم چي هغوي په سختو ټکو کښې غندنه کوي،
فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چي وزير اعظم عمران خان د آئين د حکمرانۍ،د قانون بالادستۍ او بلا تفريق احستاب داعي دے،او ټول قوم ګواه دے چي عدالت عمران خان صادق او امين هم ګرځولې دے