روانه هفته کښې مهنګائي شرح دوه ديرشت فيصد ته رسيدلې

د ګرانۍ شرح پنځه څلويښت اعشاريه شپږ ديرش فيصده ته رسيدلي

محکمه شماريا ت لخوا په ملک کښې د روانې مهنګائي په اړه خپل هفته وار رپورټ جاري کړې،رپورټ کښې ووئيل شوي چې په روانه هفته کښې مهنګائي شرح دوه ديرشت فيصد ته رسيدلې

دمحکمه شماريات لخوا جاري هفته وار رپورټ کښې ووئيل شوي چې يوکلو پياز اته روپې،يو کلو غوړي دوه نيمې روپې،د ژوندۍ چرګې يو کلو دولس روپۍ اودشان دکيلودرځن څلور روپۍ ګران شويدې۔د دې نه علاوه د ايل پي جي يعني د کور استعمال سلنډر ګيس په نرخ کښې درې شپته روپې اضافه شوېده۔
د هفته وار رپورټ ترمخه دې هفته مهنګائي شرح تر دوه ديرشت فيصده پورې رسيدلې ده۔
رپورټ کښې ووئيل شوي چې درويشت ضروري څيزونه ګران شويدي چې په کوم کښې دال مونګ دوه روپې او دال معاش دوه نيمې روپې ګران شويدي۔
د دې نه علاوه د شل کلو اوړو بوجۍ يو سل اته روپې او څلور څلويښت پيسې ارزانه شويده،دا شان يو کلوټماټر يوه نيمه روپې اوآلوګان يوه روپۍ او يو شپيته پيسې ارزان شويدي۔