روانو بارانونو کښې د صوبې مختلفو برخو کښې څلور کورونو ته زيان رسيدلې

خيبر پختونخوا کښي بارانونو په وجه دوه کسان په حق رسيدلي او څوارلس کورونو ته زيان رسيدلے

پي ډي ايم اے د روانو بارانونو نقصان رپورټ جاري کړے دے ، د بارانونو په نتيجه کښې د صوبې مختلفو برخو کښې په مجموعي توګه څلور کورونو ته زيان رسيدلې دې ،مختلف پيښو کښې درې کسان ژوبل شوي هم دي
د پي ډي ايم اے له اړخه جاري شوي رپورټ کښې وئيلے شوي دي چې د برفبارۍ او لينډ سلائيډنګ نه د متاثره شوو سړکونو پرانستو لپاره هم کوششونه روان دي،د چترال دروش سيمه کښې روډ ټريفک لپاره پرانستے شوے دے
د پي ډي ايم اے لخوا وئيلے شوي دي چې د باران له وجې اپر دير کښې درې کورونو ته او سوات کښې يو کور ته نقصان رسيدلے دے
دې نه علاوه کوهستان کښې د باران له وجې درې کسان سخت ژوبل شويدي
د وزيراعلي د احکاماتو مطابق پي ډي ايم اے متاثره سيمو ته امدادي سامان هم ليږلے دي