روان بارانونو لوجې مردان کښې دوه ماشومان پحق رسيدلى

خيبرپښتونخوا کښي د روان بارانونو په وجه مردان کښي دوه ماشومان په حق رسيدلي ،ډي جي پي ډي ايم اے وائي چي ټوله صوبه کښي د ضلعي انتظامئي او نور متعلقه ادارو سره رابطه کښي يو او د ريليف معاوضي پاليسي لاندي ئي وړاندي نه ضلعي انتظامئي ته رقم جاري کړے دے

پي ډي ايم اے صوبه کښي د وسني بارانونو په وجه د نقصاناتو او ريليف آپريشن رپورټ جاري کړے ۔مردان کښي د باران لوجي حادثاتو کښي دوه ماشو مان په حق رسيدلي او نور دوه کسان ژوبل شوي ۔ پي ډي ايم اے ترجمان وائي چي صوبي په مختلفو سيمو کښي بارانونو او سيلابونو لوجي ضلعي انتظامئي او نورو متعلقه چارواکو ته د چمتو اوسيدو هدايات جاري شوي دي ۔ د پي ډي ايم اے ريليف معاوضي پاليسي لاندي به د حق رسيدلي کس کورنئي ته دري لاکهه او سخت ژوبل شوو ته يو لاکهه روپے امداد ورکولے شي ،مکمل ړنګ شوو کورونو لپاره به ديرشو زرو نه يو لاکهه روپے ورکول کيږي ،دريليف پاليسي لاندي به قدرتي آفاتو کښي د مړو شوو څاروو مالکانو ته شپږو زرو نه شلوزرو روپے او فصلونو ،باغونو نقصاناتو ازالي لپاره د ايکړ په سر به پينځه زره روپے ميلاويږي ۔ ډي جي پي ډي ايم اے وائي چي د معاوضي لپاره وړاندي نه ضلعي انتظامئي ته فنډز جاري شوي او دا وخت ټولو ضلعو په ريليف اکاونټ کښي کافي فنډز موجود دے