روس امريکي او اتحاديانو ترمينځه اختلافات جوړوي، جنرل نکلسن

0
43
روس امريکي او اتحاديانو ترمينځه اختلافات جوړوي، جنرل نکلسن

افغانستان کښې امريکائي فوج مشر جنرل نکلسن وئيلي دي چي روس افغانستان کښې د امريکي فوج کاميابۍ او تيرو څو کالو راهسي هلته موجودګۍ نه خواښوي او د امريکي او اتحاديانو ترمينځه اختلافات جوړولو کښې بوخت دې
افغانستان کښې امريکي فوج مشر جنرل جان نکلسن تور لګولې دے چي روس په افغانستان کښې عدم استحکام او د امريکي او ملګري ملکونو ترمينځه اختلافات پيدا کولو کوشش کوي
جان نکلسن وئيلي چي اوس دا خبره څه راز پاتي نه دے چي روس امريکي او وسطي ايشيا اتحادي ملکونو پشمول افغانستان درميان فريق جوړولو موقع نه ضائع کوي
بلخوا ماسکو د جنرل نکلسن د دغه الزامانو ترديد کړيدې او وئيلي دي چي روس د طالبانو سره صرف سياسي رابطي لري