روس د ټولو نه لوئې جنګې مشقونو کولو اعلان کړې

0
80
روس د ټولو نه لوئې جنګې مشقونو کولو اعلان کړې

کال نورلس سوه يو اتيا نه پس روس د ټولو نه لوئې جنګې مشقونو کولو اعلان کړېدې چې په کښې به لږ تر لږه درې لکه فوځيان ګډون کوې، جنګې مشقونه به راتلونکې مياشتې يولسم نه پنځالسمې نيټې پورې جارې وې
روس دفاع وزير سرګئې شوئګو ميډيا سره خبرو کښې ووئيل چې روسې افواج به راتلونکې مياشتې کښې چين او منګول آرميز سره په شريکه ملټرې ډرلز کوې، کوم ته چې ووسټوک دوه زره اتلسم نوم ورکړې شويدې
روسې دفاع وزير مطابق دغه مشقونو کښې درې لکه پوځيانو نه علاوه يو زره جنګې طيارے، دوه بحري بيړے او ټول هوائې جهازونه به هم شريک وې
هغه اوئيل چې موجوده نړيوال صورت حال کښې خپل دفاع لپاره دغه جنګې مشقونه بلکل ټهيک او ضرورې دې
بلخوا نيټو وينا ته چې روس لخوا دوه زره څوارلسم کښې يوکرين کښې سياسې مداخلت نه پس مشرقې يورپ کښې د ماسکو طاقت اودرولو لپاره سيکيورټې ټينګ کړې شوېده
جاپان لخوا د روس جنګې مشقونو باندې شديد تحفظاتو اظهار کولو سره دغه د مشرق بعيد کښې خپل پوځې صلاحيت اوږه ولو کوشش ګرځولې دے