روس شامي صوبې ادلب کښې د جنګ بندې نه انکار کړې

0
7

روس شامي صوبې ادلب کښې د جنګ بندې نه انکار کړې،صدر ولاديمير پويټن وئيلي دي چي ادلب کښې به د ترهه ګرو پر ضد جهګړا رواني ساتي
بهر ملکي ميډيا ترمخه ادلب کښې د فوجي کارروائې په اړه غور لپاره د روس،ترکي او ايران اعلي کچ غونډه تهران کښې شوي
د اجلاس پرمهال ترک صدر رجب طيب اوردګان تجويز وړاندې کړو چي ادلب کښې وينې توييدو مخنيوي لپاره هلته جنګ بندي پکار ده،طيب اوردګان زياته کړيده چي که چرې ادلب کښې جنګ جاري اوساتلې شو نو انساني الميه به پيدا شي او دا چي د ترهه ګرو په ضد جنګ کښې د صبر او تحمل نه کار اخستيل پکار وي ځکه چي هلته عام انسانان هم موجود دي
اجلاس کښې د روس او ايران صدرانو وينا وه چي ادلب کښې د ترهه ګرو پر ضد جنګ جاري ساتل پکار دې او د شام صدر بشارالاسد ته پورا حق دې د ټول ملک مکمل کنټرول ترلاسه کړي
د يادونې وړ ده ترک صدر د دې انديښنې سره مخ دې چي که چرې ادلب کښې جنګ جاري اوساتلې شو نو د ترکي په جنوبي سرحد به د کډوالو يو بحران پيدا شي