روس نه هم پاکستان ته د امداد سلسله شروع شوه

روس نه هم پاکستان ته د امداد سلسله شروع شوه، نن اولني جهاز کراچۍ ته رارسيدلے،چي پکښې سيلاب ځپلو لپاره امدادي سامان راوړے شويدے،دغه سامان کښي خيمي، اوبه، خوراک څښاک او نور ضروري څيزونه شامل دے، امدادي سامان روسي قونصل جنرل متعلقه چارواکو ته حواله کړے
د روس لخوا وړمبي خصوصي ريليف پرواز کراچۍ ته رارسيدلې ، کوم چي د سيلاب ځپلو لپاره چاول، خوردني تيل، پئي، صفا اوبه، خيمے، دوياني، کمبلي او نور ضروري سامان راوړے دے، پردي موقع روسي قونصل جنرل ، وزارت خارجه او ، اين ډي ايم اے افسران هم په ائيرپورټ موجود وو، روسي قونصل جنرل امدادي سامان متعلقه چاواکو ته حواله کړے دي نه وړاندي جرمني، ترکيه، يو اے اي پشمول مختلف نورو ملکونو هم پاکستان سيلاب ځپلو لپاره امدادي سامانونه راليږلې دي