روس وزير توانائي اسلام آباد کښې وزيراعظم شهبازشريف سره ملاقات کړې

د روس وزير توانائي اسلام آباد کښې وزيراعظم شهبازشريف سره ملاقات کړې او د صدر ولاديميرپيوټن خصوصي پيغام ئې ورکړيدې ،د ملاقات جاري شوې اعلاميه کښې وئيلي شوي چې دواړو ملکونو ترمينځ تجارت،سرمايه کارۍ او د اقتصادي امورو تعاؤن کښې دوه اړخيزه دلچسپۍ باندې د اطمينان څرګندونه شويده
اسلام آباد کښې د روسي وزير توانائۍ او وزيراعظم شهبازشريف ترمينځ شوې ملاقات نه پس جاري شوې اعلاميه کښې وئيلي شوي چې ملاقات کښې اقتصادي او تجارتي تعلقاتو ته وده ورکولو لپاره د انرجي سيکټر په اهميت اتفاق شويدې
اعلاميې مطابق ملاقات کښې روس طرف نه طويل المدتي بنياد باندې د تيلو او ګيس په فراهمې او دوه اړخيزه ګيس پائپ لائن منصوبو باندې د خيالاتو بدلون شويدې
په دې موقع روسي وزير توانائۍ د روس صدر ولاديميرپيوټن خصوصي پيغام هم وزيراعظم شهبازشريف ته رسولې دې
اعلاميې مطابق د روسي صدر دغه خصوصې پيغام کښې پاکستان د جنوبي ايشيائي ملکونو اهم شراکت دار ګرځولې شويدې
اعلاميې ترمخه روسي صدر وزيراعظم شهبازشريف لپاره خپل خصوصې پيغام کښې دوه اړخيزه اړيکې نورې مضبوطولو پخلې کړېدې