روټي په قيمت کښې اضافه: هائيکورټ ډي سي پيښور سره د ريکارډ طلب کړي شويدي

روټي په قيمت کښې اضافي خلاف پيښور هائيکورټ کښې دائرشوي درخواست باندي سماعت نه پس ډي سي پيښور سره د ريکارډ عدالت ته طلب کړي شويدي
د پيښور هائيکورټ دوه کسيزه بنچ جسټس مسرت هلالي او جسټس اشتياق ابراهيم روټئ قيمتونو په ضد ورکړے شوي درخواست باندي سماعت اوکړو
عدالت ډپټي کمشنر پيښور نه په ائنده سماعت کښې ريکارډ طلب کړو،جسټس مسرت هلالي وينا که چري راروان سماعت کښې ريکارډ پيش نه کړے شو نودوي به د روټي قيمت پنځه روپئ کړي،
درخواست ګزار وکيل محمد خورشيد ايډوکيټ اووئيل چي ضلعي انتظاميي روټي قيمت کښې اضافي په وجه د غريب عوامو نه روټي تختولو کوشش کړے شوے،ددي نوټيفکيشن دي واپس واخستلے شي،
جسټس مسرت هلالي خپل ريمارکس کښې اووئيل نوټيفيکشن واپس اخستو سره به مسائل زيات شي، ريکارډ چيک کولو نه پس به فيصله کوو،
عدالت په دي موقع د پيښور ډي سي نه په راروان سماعت کښې ريکارډ طلب کړو او عدالت ته دپيش کيدو حکم ئي جاري کړؤ،
عدالت د کيس سماعت تر څلريشتمي جولائي ملتوي کړو