ريلوے متعلق به عوام ډېره زر خوشخبري واوري،شيخ رشيد

0
17
ريلوے متعلق به عوام ډېره زر خوشخبري واوري،شيخ رشيد

د ريلوے وفاقي وزيرشيخ رشيداحمد وئيلي دي چې ريلوے ادارې متعلق به عوام ډېره زر خوشخبري واوري ، ټرين کښې به د وائي فائي نيټ او ون ونډو آپريشن پشمول نورې غوره تبديلۍ کولے شي ، ريلوے ټريک په غاړو به بوټې هم نالولے شي
داخبرې د ريلوے وفاقي وزيرشيخ رشيد ميډيا سره خبرو کښې کړيدي ، شيخ صيب وئيلي چې د نوي حکومت سل ورځو پلان ترمخه به په ريلوے کښې هم اصلاحات کولے شي ، ريلوے سټيشنز کښې ون ونډو آپريشن او ټرين کښې د وائي فائي نيټ سهولت سره سره به مسافرو ته نور مختلف سهولتونه ورکولے شي ، په دې سلسله کښې به مونږ ته د چين مرسته هم ترلاسه وي
شيخ رشيد وئيلي دي چې د وزيراعظم (پلانټ فار پاکستان) منصوبې ترمخه به د ريلوے په ټريک دواړه اړخو ته بوټې کرلے شي او هرډويژن هيډکوارټر کښې به څلور نرسريانې جوړولے شي ، د دې هر څه په اړه به عوام ډېر زر زيرے واوري