رينجرز او پوليس کراچۍ کښي د آپريشن پر مهال څلوراغوا شوي کسان بازياب کړي

0
22
رينجرز او پوليس د کراچۍ ګلشن معمار سيمه کښي د سرچ آپريشن پر مهال د دوه زنانو پشمول  څلور اغوا کړے شوي  کسان بازياب کړيدي بلخوا کورنګي سيمه کښي د يو سياسي ګوند په دفتر  د چهاپې  پر وخت  څلور کسان نيولي شويدي 
رينجرز  لخوا جاري شوي يو بيان کښي وئيلي شويدي چي د ګلشن معمار سيمه کښې  د دوه  زنانو پشمول څلور کسان  خپل ګاډې  يو فارم هاوس ته روان وو چي  لاره کښي په موټر سائيکل سوره  دوه کسانو  سره د ګاډې اغوا کړل ،
وياند زياته کړيده چي رينجرز سيمه کښي پر وخت  سرچ آپريشن  اوکړو  او تښتولې شوي څلور وانړه کسان ئي بازياب کړل ولي  وسله وال د تيري  لوجې  تيښته کښي بريالي شويدي چي د ګرفتارۍ لپاره ئي سيمه کښي سرچ آپريشن  روان دے 
بلخوا کورنګي سيمه کښې قانون نافذونکې ادارو د يو سياسي ګوند په دفتر چهاپه وهلې او څلور کسان ئي  ګرفتار کړيدي