زابل ولايت کښې پوليس اهلکارو په خپلو ملګرو ډزو کښې څوارلس اهلکار په حق رسيدلي

زابل ولايت کښې پوليس اهلکارو په خپلو ملګرو ډزو کښې څوارلس اهلکار په حق رسيدلي

د افغانستان زابل ولايت کښې شپږ پوليس اهلکارو په خپلو ملګرو ډزي کړې چې په نتيجه کښې څوارلس ملي اُردو او لس پوليس اهلکار په حق رسيدلي دي،دولتي چارواکو ترمخه حمله کونکي کسان د طالبانو سره ملاؤ وو او د حملے وروستو طالبانو له ورغلي دي
د زابل د والي وياند رحمت الله خبري ادارو ته وئيلي دي چې کلات ښار سره نزدي د سيکيورټي فورسز په چيک پوسټ شپږ پوليس اهلکارو په خپلو ملګرو ډزي کړيدي
د هغه وينا وه چې حمله کښې لس پوليس اهلکار او څوارلس ملي اُردو په حق رسيدلي دي
د زابل ولايتي شورا مشر عطاجان هم د دې پيښې تصديق کړې او وئيلي ئې دي چې بريد کونکو دا حمله د طالبانو په مرسته کړې او دوي د وژلي شوي اهلکارو وسله او ګاډي هم د ځان سره تښتولي دي
ياده دې وي چې دوحه کښې امريکې سره شوي سولې تړون وروستو په افغان سيکيورټي فورسز د طالبانو دا د ټولو زيات خونړۍ بريد وو