زرداري دې حکومت سل ورځو پرځائے د خپل سياست آخري ورځې اوشماري

0
88
فوادچوهدري

د وزير اطلاعات فواد چوهدري آصف زرداري په خطاب رد عمل راغلې ، وئيلي دي چې زرداري دې حکومت سل ورځو پرځائے د خپل سياست آخري ورځې اوشماري او دا چې د آصف زرداي اصل مقصد دا دې چې د ادارو مشري هغه چمچو ته ورکړې شي
د پاکستان پيپلزپارټۍ شريک چيئرمين او پخواني صدر آصف علي زرداري حيدر آباد جلسې په خطاب باندې وزير اطلاعات فواد چوهدري رد عمل مخې ته راغلې دے
فواد چوهدري وائي چې آصف زرداري دې نه وړاندې هم يو بيان ورکړې وو بيا ئې درې کاله د دبئۍ سير کړې وو
فواد چوهدري وئيلي دي چې کله د حکومت د احتساب خبره اوکړي نو دوي ته جمهوريت ورياد شي
فواد چوهدري مخکښې وئيلي دي چې که زرداري ډيرې هم فلسفے بيان کړي نو قوم ته اصل حقيقت پته ده چې د ملک پيسه چا لوټ کړيده
فواد چوهدري زياته کړي چې د آصف علي زرداري اصل مقصد دا دې چې د ادارو سربراهي د هغه چمچو ته ورکړې شي