زلزله کښې په حق رسيدلي کسان خاورو ته سپارلي شوي

افغانستان کښې راغلې خونړۍ زلزلې په دوئمه ورځ د ټول افغانستان فضا غمژنه، زلزله کښې په حق رسيدلي کسان خاورو ته سپارلي شوي،متاثره سيمو کښې امدادي کارروائۍ جاري ،زلزلې پکتيکا او خوست ولايتونو کښې په لويه پيمانه زيانونه اړولي خواؤ شا دوه زره کورونه په مکمله توګه تباه شويدي
افغانستان کښې د شپې دوه نيمې بجے راغلې زلزلې په لويه پيمانه ځاني او مالي زيانونه اړولي دي،زلزلې لوجې په پکتيکا او خوست ولايتونو کښې ډير نقصانات شويدي،د دې صوبو په کوڅه کوڅه کښې ماتم دے د متحده قامونو د بشري مرستو ادارے بيان ترمخه دې خونړۍ زلزلې که يو خوا ځاني زيانونه کړي نو بلخوا روغ روغ کلي ئې د خاورو سره خاورې کړيدي او خواؤ شا دوه زره کورونه په مکمله توګه تباه شويدي متاثره سيمو کښې د افغانستان امدادي کارکنانو نه علاوه د ريډکراس، قطر،ترکي،ډنمارک،ن؊روے او نورو ملکونو هلال احمر کميټو په سوؤنو رضا کاران امدادي کارروائيو کښې بوخت دي