زلزلې نه متاثره بالاکوټ کښې ترقياتي کارونو جائزې لپاره د چيف جسټس دوره

0
30
پاکستان کښې د اوبو کمې پيدا کيدل نړى وال سازش دے: چيف جسټس

چيف جسټس ثاقب نثار بالاکوټ دوره کوي او هلته به د زلزلے نه پس شوے ترقياتي اود بحالئ کارونو جائزه اخلي،ايبټ آباد کښي د چيف جسټس قافله کښي شامل ګاډي جنګيدلے هم دي ولي حادثه کښي ځاني زيان نه دے شوے
چيف جسټس ثاقب نثار په مشرئي کښي د سپريم کورت دري کسيزه بنچ د زلزله متاثرينو فنډز په حواله ازخودنوټس سماعت کړے دے،سماعت په موقع د ايرا نمائنده او سيکرټري خزانه هم عدالت ته وړاندے شوے دي،سيکرټري خزانه عدالت ته اووئيل چي زلزله زدګانو لپاره بهر ملکونو نه،، دوه اعشاريه اته ،نهه، ارب ډالره امداد ميلاو شوے وو خو د ملک دننه راجمع شوي امداد تفصيلات هغوي سره نيشته،د ايرا نمائنده وينا وه چي بحالئ کارونو لپاره هغوي ته ډونرز نه سل اربه او حکومت نه يو ارب نوي کروړه روپے ميلاوشوے وے،وس هم لس زره نه سيوا منصوبے روانے دي او دغه منصوبو لپاره د نورواووه ديرش اربه روپو ضرورت دے،چيف جسټس ريمارکس ورکړي چي بالاکوټ کښي وس هم خلک شيلټرز کښي ژوند تيروي،ورستو چيف جسټس سړک په ذريعه بالاکوټ ته روان شوے دے چرته چي به هغه د ترقياتي کارونو جائزه اخلي،ايبټ آباد کښي د چيف جسټس قافلے ګاډي هم د حادثے ښکار شوي خو پيښه کښي څه ځاني زيان نه دے شوے