زلمى فاونډيشن ، وفاقى حکومت او پنجاب حکومت په مرسته د چرچونو ټيمونو ترمينځه هارمونى کرکټ ليګ پنډۍ کښې شروع شوېدې

زلمى فاونډيشن ، وفاقى حکومت او پنجاب حکومت په مرسته د چرچونو ټيمونو ترمينځه هارمونى کرکټ ليګ پنډۍ کښې شروع شوېدې

د پنجاب د لوبو وزير رائے تيمور بهټى د هارمونى کرکټ ليګ ميچونو افتتاح کړېده افتتاحى دستورې په موقع کنټرى کوارډى نيټر چرچرکرکټ چيپټر، چيف انوويشن افيسرزلمى فاونډيشن او جنرل سيکرټرى اوقاف ويلفيرايسوسى ايشن ميا عبدالقادر هم موجود وو ډاکټرسډرک ، چيف انوويشن افيسر زلمى فاونډيشن اووئيل که پېښور زلمى او زلمى فاونډيشن د لوبو ترقۍ لپاره مسلسل کوششونه کوى او دوى به لوبو سره سره صحت ، تعليم او يو شمير نورو شعبو کښې ځوانان متحرک ساتى کنټرى کوارډى نيټر چرچرکرکټ چيپټر د ټورنمنټ په شروع کولو د خوشحالۍ اظهار کړې د لوبو وزير اووئيل چې پېښور زلمى او زلمى فاونډيشن د لوبو ودې لپاره ډير په ښه طريقه خپل کردار ادا کوى دوى اووئيل چې هارمونى کرکټ ليګ د پېښور زلمى او زلمى فاونډيشن د محنت نيتجه ده د ټورنمنټ په اولنى ميچ کښې سلويشن ارمى فاطمه ډيسيپلز او دوئم ميچ کښې فاطمه ډيسيپلز سينټ اسټيفن ټائټنر او دريم ميچ کښې سلويشن ارمى سينټ اسټفين تائټنرز ته ماتې ورکړې هارمونى کرکټ ليګ به تر دولسم جولائى پورې جارى وى دوه ښه تيمونه به په دولسم جولائى يو بل ته مخامخ کيږى