زلمي خليلزاد د القاعده مشر له افغانستان کښې پناه ورکولو ذمه وار حقاني ډله ګرځولي

کابل ډرون حمله کښې د ايمن الظواهري د وژنې معامله،افغانستان لپاره پخواني امريکني استازي زلمي خليلزاد د القاعده مشر له افغانستان کښې پناه ورکولو ذمه وار حقاني ډله ګرځولي ده،خليلزاد وئيلي دي چې د طالبانو نورې ډلې القاعده سره د اړيکو خلاف وو کيدې شي چې د طالبانو ځني نورو مشرانو د ايمن الظواهري د پناه ځائې په ډاګه کړي وي
د امريکې يوې خبرې ادارے سره مرکه کښې زلمي خليلزاد وئيلي دي چې د القاعده مشر او نورو غړو ته افغانستان کښې پناه ورکول د دوحه تړون خلاف وزري ده د هغه وينا وه چې د طالبانو نور ګروپونه القاعده او نور نړي وال ترهه ګر ډلو سره د اړيکو خلاف دي کيدې شي چې ايمن الظواهري له کابل کښې خفيه ټهکانه حقاني ډلې ورکړې وي زلمي خليلزاد شک ښودلي دے چې د ايمن الظواهري د خفيه ټهکانې په حواله به معلومات د طالبانو نورو مشرانو په ډاګه کړې وي