زلمې خليل زاد داعش خلاف طالبانولخوا جاري شوي اعلاميې هرکلےکړے

زلمے خليل زاد وئيلي چې افغانستان کښې چيلنجونو باوجود امن لپاره محنت سره کار کوؤ

د امريکي خصوصي استازي زلمې خليل زاد داعش خلاف طالبانولخوا جاري شوي اعلاميې هرکلےکړے، وائي چه د طالبانو لخوا د افغانستان په کنړ ولايت کښي د ترهګرو پرضد عملیات مثبت ګامونه دي،
افغان امن عمل لپاره د امريکي صدر ډونلډ ټرمپ نمائنده خصوصي زلمې خليل زاد په ټوئيټر بيان کښي وئيلي دي چي ز د طالبانو اعلامیې چې د داعش غندنه کوي او په افغانستان کښي د داعش لپاره د بهرتۍ کولو، فنډز جمع کولو يا تربيت فراهم کولو د هڅو مخنیوي کوي هرکلے كوم،
زلمې خليل زاد وائي چه دا د القاعده او نورو ټولو هغو ډلو چې د امريکي او اتحاديانوپه ضد د طالبانو عمومي عزم څرګندوي، مونږ طمعه لرو چې طالبان به خپلې ژمنې تر سره کړي،
د طالبانو داعش په اړه اعلامیه او په کنړ کې د ترهګرو په وړاندې د هغوی وروستي عملیات، مثبت ګامونه دي