زلمې خليل زاد کابل کښې دافغان صدر،چيف ايګزيکټيو سره ملاقاتونه کړې

0
47
امريکني استازي زلمي خليل زاد د افغانستان مشرانو سره ملاقاتونه کړي

افغان مفاهمتي عمل لپاره امريکائي استاذي زلمې خليل زاد کابل کښې د صدر ډاکټر اشرف غني،چيف ايګزيکټيو ډاکټر عبدالله او سولي عالي شورا مشر سره ملاقاتونه کړې او ورسره ئې سولي عمل لپاره روان کوششونو په حواله خبري کړېدي
د افغانستان خبري ادارو ترمخه زلمي خليل زاد کابل کښې د اولسمشر ډاکټر اشرف غني سره ليده کاته کړيدي
دواړو مشرانو د افغانستان په تازه صورتحال،مفاهمتي عمل لپاره روان مذاکراتي عمل او په نورو مهمو چارو خبرې کړېدي
افغان اولسمشر د امريکني استاذي او د هغه د وفد په درناوې کښې د ماسخوتن د روټۍ اهتمام هم کړي وو
دې نه اګاهو زلمې خليل زاد د افغانستان چيف ايګزيکټيو ډاکټرعبدالله عبدالله،د سولي عالي شورا مشر عمر داودزئۍ او حنيف اتمر سره هم ملاقاتونه کړي وو