زلمې خليل زاد کابل کښې يو شمير اعلى مشرانو سره ملاقاتونه کړى

افغان مفاهمتي عمل لپاره امريکني استاذي زلمي خليلزاد کابل کښې د افغان اولسمشر اشرف غني او مصالحتي عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره ملاقاتونه کړي او ورسره ئې افغان سولې عمل او د ناټو پوځيانو انخلا وروستو په صورتحال خبرې کړيدي،د افغانستان مختلف سياسي او جهادي مشرانو هم د زلمي خليلزاد سره ملاقات کړېدے

د افغانستان خبري ادارو ترمخه افغان سولې لپاره امريکني استاذې زلمې خليلزاد د کابل په دوره دے او هغه د افغان اولسمشر ډاکټر اشرف غني او د افغان مصالحتي عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره بيل بيل ملاقاتونه کړيدي افغان اولسمشراشرف غني او زلمي خليزاد ترمينځه شوي ملاقات کښې د افغانستان په موجوده صورتحال او سوله عمل لپاره روان کوششونو په معاملو خبرې اترې شويدي د اولسمشر دفتر لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې زلمي خليلزاد د افغان سولې عمل په حواله خپل کوششونو نه اولسمشر اشرف غني خبر کړېدي بيان کښې زياته کړي شويده چې ملاقات دوران د ناټو پوځ انخلا وروستو د افغانستان سيکيورټۍ صورتحال او د دواړو ملکونوتعلقاتو په معامله هم د خيالاتو بدلون شوېدے وروستو زلمي خليلزاد د افغان مصالحتي عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره هم ليده کاته کړيدي او ورسره ئې بين الافغاني مذاکراتو او د افغانستان سيکيورټۍ په معامله خبرې اترې کړيدي دغه رنګ زلمي خليلزاد د افغانستان مختلف سياسي ګوندونو د مشرانو او پخواني جهادي کمانډرانو سره هم ملاقات کړي او ورسره ئې سولې عمل،ناټو انخلا او افغان سولې لپاره روان نړي وال کوششونو په معاملو خبرې کړيدي