زلمےخليل زاد د افغان امن عمل کښې د پاکستان کردار ستائينه کړي

0
37
امريکنې استاذې زلمې خليل زاد افغانستان په دوره کابل ته رسيدلے

د افغانستان د پاره د امريکې خصوصي استازې زلمے خليل زاد وئيلې دې چې په افغانستان کښې د جهګړے ختمول غواړو ،طالبان ګنړي چې په افغانستان کښي د غير ملکي فوج په موجودګۍ کښې امن نشي راتلے ، هغه د افغان امن عمل کښې د پاکستان کردار ستائينه هم کړي
واشنګنټن کښې د يو ايس انسټيټيوټ آف پيس ته د افغانستان دپاره امريکې خصوصي استازې زلمے خليل زاد خپل خطاب کښې وئيلې دي چې افغانستان کښې د جهګړے خاتمول غواړو،طالبان ګنړي چې په افغانستان کښې امن د پوځ سره نشې راتلې
هغه اوئيل چې د افغانستان زمکه امريکې يا بل ملک خلاف نه ده استعمالول پکار،افغانستان نه وتلو نه امن معاهده کوؤ، طالبان سره به پرامن انتخابات لپاره معاهده اوکړي شې
زلمے خليل زاد اوئيل چې انتخابات نه وړاندې امن معاهده د افغانستان لپاره بهتره ده، هيله ده چې جولائې نه به مخکښې امن معاهده اوکړي شې، که چرې په امن معاهدے پيشرفت اونشې بيا به هم په افغانستان کښې انتخابات په وخت کولې شې،په دے موقع هغه د افغان امن عمل کښې دپاکستان کردار ستائينه هم اوکړه