زمونږ لپاره د فکر او انديښنے مقام دے چې اخر مونږ روان چرته يو

وزيراعظم شهباز شريف وئيلي چې د شهيدانو په وفات کيدو باندې د ملنډو نه ډک د سوشل ميډيا مهم ډيره ويرونکي خبره ده،او زمونږ لپاره د فکر او انديښنے مقام دے چې اخر مونږ روان چرته يو
وزيراعظم شهباز شريف په يو ټويټ کښې وئيلي چې کله په بلوچستان کښې د پاک فوج هيلي کاپټر د حادثے سره مخ شو نو په سوشل ميډيا باندې د شهيدانو خلاف د ملنډو مهم شورو کړے شو کومه چې يوه ويرونکي او دړدونکي خبره ده وزيراعظم وئيلي چې دا هرڅۀ د هغې سياسي بيانيے لوجې کيږي چې انسان ته پکښې صرف او صرف ځان صحيح ښکاري،دغه بيانيه د ځوان کل زهنونه د زهرو نه ډکوي،او پکښې نفرتونه خپروي،آخر مونږ کوم طرفته روان يو؟