زمونږ کوشش دې چې د حزب اختلاف جماعتونه په يواميدوار متفق شي: فضل الرحمن

0
45
زمونږ کوشش دې چې د حزب اختلاف جماعتونه په يواميدوار متفق شي: فضل الرحمن

مولانا فضل الرحمان وئيلي چې زمونږ کوشش دې چې د حزب اختلاف جماعتونه په يواميدوار متفق شي، دا خبره مولانا فضل الرحمان لاهورکښي شهباز شريف سره د ملاقات وروستو ميډيا سره د خبرو په وخت کړي،په دي موقع د خواجه سعد رفيق وينا وه چې دا د پيپلز پارټۍ او آصف زرداري لپاره د فکر لمحه ده
مولانا فضل الرحمان حمزه شهباز او خواجه سعدرفيق سره شريک خبري کانفرنس ته د وينا په وخت اووئيل چې د مسلم ليګ نون قيادت او ايم ايم اے نمائندګانو ترمينځه اجلاس شوي
مولانا فضل الرحمان اووئيل چې د حزب اختلاف ټولو جماعتونو په ايم ايم اے اعتماد کړي، هغه زياته کړه چې ذاتي طور د شهباز شريف شکرګزار يم چې په دي محاز ئي په هغه اعتماد کړي
په دي موقع د مسلم ليګ ن رهنما حمزه شهباز اووئيل چې اپوزيشن پارټو په متفقه توګه مولانا فضل الرحمان صدارتي اميدوار نامزد کړي او زمونږ کوشش دې چې مونږ ته بهرپور کاميابي ترلاسه شي
په دي موقع خواجه سعد رفيق اووئيل که چري پيپلز پارټۍ غواړي چې اپوزيشن متحد وي نو بيا د تقسيم کار نه دي کول پکار ولي چې د شهباز شريف داليکشن په موقع دوى د تقسيم دا کار کړي وو د خواجه سعد رفيق وينا وه چې دا د پيپلز پارټۍ او آصف زرداري لپاره د فکر لمحه ده