زمونږ ګناهنګار هغه خلک دې چا چې تير اويا کالو راهسې فساد ته د جهاد نوم ورکړې،ايمل ولي

زمونږ ګناهنګار هغه خلک دې چا چې تير اويا کالو راهسې فساد ته د جهاد نوم ورکړې

ايمل ولي خان وئيلي دي چې زمونږ ګناهنګار هغه خلک دې چا چې تير اويا کالو راهسې فساد ته د جهاد نوم ورکړې،او پښتون قام خرڅوي،د دې قوم دشمنان د کومو شميره چې د سلو نه سيوا وه، هغه رها کړې شو،جنرل فيض حميد او د هغه مهرو پښتون قام يو وارې بيا د بارودو په ډهير واچوو، وائي چې د دې ټول حالاتو ذمه دار عمران خان،عارف علوي او محمود خان دي،دې نه علاوه د مشرف ملګرې بيرسټرسيف د دې ذمه دار دې،چا چې طالبانو سره مذاکرات کول،

د پيښور باچا خان مرکز کې د عوامي نيشنل پارټۍ صوبائي صدر ايمل ولي خان د پوليس لائن سانحې متعلق خبري غونډه کړې،
خبري غونډې ته ايمل ولي خان وئيلي چې د خيبر پښتونخوا حکومت لس کاله هغه خلکو ته لاس کې ورکړې شو د چا په راتلو کې د کالعدم ټي ټي پي ډير لوئي کردار دې،د دوي څه خيال دې،چې د پښتون قام سودا کولو نه پس به دوي ته دو تهائي اکثريت ميلاو شي،
ايمل ولي خان دا هم وئيلي چې تير پنځوس کالو راهسې پښتون قام جنازي اوچتولو نه ستړې شويدې، چارسده کې مې د اتلس شهيدانو کورونو کې اتلس قصې واوريدي،او دا چې زما په غيږ کې دوه دوه کالو ماشومان کيښودلې شو،وئيلي چې دا د شهيدانو بچي دي،
د عوامي نيشنل پارټۍ صوبائي صدر وينا وه چې خلک وائي چې پنجاب کې داسي قسمه واقعات ولي نه کيږي، د شهيدانو کورونو کې مې خيري واوريدي،چې پنجاب کې دې خدائے داسي اوکړي چې دوي ته پته اولګي،
ايمل ولي خان زياته کړې چې مونږ دومري بيغيرته نه يو چې اليکشن ملتوي کولو لپاره د قام ژوند سره لوبي اوکړو،اليکشن ائيني عمل دې،د خلکو په وينه سياست نه دې کول پکار،او دا چې مونږ په څلورم فرورۍ ټول قام ته د پاسون دعوت ورکړې،څوک چې د کومي پارټۍ سره تعلق ساتي هغه دې ځان راورسوي،او په دې کې دې شرکت اوکړي