زموږ مخې ته د صحت او واسا محکمه کښې لوى چيلنجونه رامخامخ وو، نديم جان بلوچ

0
10

نګران وزيراطلاعات خرم شهزاد او نګران وزير پي ايچ اي په کوئټه کښي شريک خبري غونډه کړيده، نګران وزير پي ايچ اي نديم جان بلوچ خبري غونډي مهال د خپل نګران دور حکومت کارکردګي باندي رنړا واچوله ،هغه اووئيل چي زموږ مخې ته د صحت او واسا محکمه کښي لوی چيلنجونه وو او دغه چيلنجونه مونږ قبول کړل،لويه ستونزه په کوئټه ښار او ګوادر کښي د چښکلو د اوبو وه
په کوئټه کښي د چښکلو د اوبو لپاره ډير ناکاره ټيوب ويلونه جوړ کړل شول او ګواد رکښي د ورځي د پينځلس لکه ګيلن د چښکلو د اوبو ضرورت وو چي د ورځي د درې لکه رسد کار مکمل کړل شويدی او دولس لکه ګيلن کار به په راروانو څلورو مياشتو کښي ترسره کړل شي ، دا رنګه ګوادر ته د ډيمونو د لاري د پمپنګ د لاري اوبه ورکولو منصوبو باندي هم کار روان دی
هغه زياته کړه چي زموږ د نګران حکومت کارکردګي به د راروان حکومت لپاره يو تحفه وي
خبري غونډي مهال نګران وزيراطلاعات خرم شهزاد اووئيل چي زموږ محکمې پر دې خبره باندي زور ورکړيدی چي سرکاري ملازمين به صحافت نه کوي په دې لړ کښي د صوبې ټولو کمشنرز او ډپټي کمشنرز ته هدايت جاري کړل شويدي چي د داسي خلقو نشاندهي وکړي او د هغه خلاف قانوني کاروائي وکړي ، او راروان دور حکومت هم بايد دا کار عملي کړي