زۀ په دې نه پوهيږم چې حکومت ته کوم تحائف ميلاو شوى ، شاهد خاقان عباسى

د مسلم ليګ ن رهنما او پخوانې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سوال پورته کړے دے ، وئيلي دي چې زۀ په دې نه پوهيږم چې حکومت ته کوم تحائف ميلاو شوي دي،هغه ولې د عوامو نه پټوي ،خاقان دا هم ووئيل چې کله د فواد چوهدري ورور فيصل چوهدري پراسيکيوټر په عهده ناکامه شو نو سپيشل پراسيکيوټر جوړکړې شو،چيئرمين نيب دې جوړ کړے شي چې معامله ختم شي

دا خبرې د مسلم ليګ ن رهنما شاهد خاقان عباسي اسلام آباد کښې خبري کانفرنس په وخت کړي دي ، شاهد خاقان عباسي وائي چې ملک کښې داسې يو وزير نيشته چې کرپټ نه وي ، اولس دې پخپله اوګوري چې ملک کښې څوک کرپټ دے او څوک نه شاهد خاقان عباسي ووئيل چې نام نهاد احتسابي عمل تيرو دريو کال نه روان دے ، چې کله نه کيس روان دے ، د ګيس په قيمتونو کښې واضحه اضافه شوېده، د حکومت د نااهلۍ په وجه نظام په پټه ولاړ دے شاهد خان عباسي زياته کړه چې د معيشت په حواله ټولې دعوې ختم شوي دي ، روزانه دروغ وئيونکي واله هم اوس نيشته خاقان د فواد چوهدري ورور فيصل چوهدري په اړه ووئيل چې کله هغه پراسيکيوټر په عهده ناکامه شو نو سپيشل پراسيکيوټر جوړ کړے شو، چيئرمين نيب دې جوړ کړے شي چې معامله ختم شي شاهد خاقان عباسي سوال پورته کړے دے ، وئيلي دي چې زۀ په دې نه پوهيږم چې حکومت ته کوم تحائف ميلاو شوي دي ، هغه ولې د عوامو نه پټوي