سائنس ميلے د قامونو ترقۍ کښې لوئى کردار ادا کوى

دسائنس او ټيکنالوجى وفاقى وزير رانا تنوير حسين وئيلى دى چې سائنس ميلے د قامونو ترقۍ کښې لوئى کردار ادا کوى او ددې مقصد ځوان کول د سائنس ميدان کښې شوې ترقى نه خبرول دى
اسلام اباد کښې دپاکستان ميوزيم اف نيچرل هسټرى ودانې کښې د نيشنل سائنس فيئر دوه زره شپاړسم پرانستى دستورى ته خپله وينا کښې وفاقى وزير اووئيل چې ځوان کول د سائنس ترقى نه خبرول زمونږ ذمه وارى ده
رانا تنوير اووئيل چې دنړى ترقى ياقته هيوادونو د سائنس ميدان کښې پرمختګ وروستو ترقى کړى او مونږ ته هم سائنس ميلو انعقاد پکار دى او دا قسمه ميلى به اوس هر کال کولى شى
وفاقى وزير سائنس فيئر کښې لګولى شوى د يو سل پنځوس نه سيوا سټالونو دوره هم اوکړه او د ستورى پرمهال د پاکستان سائنس فاونډيشن چيرمين د سائنس او ټيکنالوجى وزارت سيکرټر پشمول نور چارواکو هم ګډون اوکړو