سابقه فاټا کښې فنډز کمي لوجې بجلۍ کار تاخير ښکار شوې: پيسکو

سينيټ قائمه کميټي برائے سيفران چيئرمين کميټي سينيټر تاج آفريدي په مشرۍ کښې اعلي پائے غونډه شوي چې پکښې سابقه فاټا ترقياتي منصوبو کښې غفلت او سستۍ سره نورو د سابقه فاټا مسائلو باندې غور شويدے
اجلاس کښې پيسکو چارواکو اووئيل چې سابقه فاټا کښې فنډز کمي لوجې بجلۍ کار تاخير ښکار شوې او دا وخت څلور ګريډونو باندې کار روان دے
اجلاس کښي ترقياتي منصوبو باندې هم تفصيلي غور شويدے چې پکښې کميټي ممبرانو اووئيل چې ګراؤنډ باندې هيڅ قسمه کار نه دې روان
په دې موقع چيئرمين قائمه کميټي سيفران تاج آفريدي وزرات خزانه ته هدايات جاري کړي چې فيزبلټي رپورټ دې کميټۍ ته پيش کړې شي
تاج آفريدي اووئيل چې سابقه فاټا انضمام شده علاقو کښې دې ترقياتي عمل تيز کړې شي او د هغوي علاقو سره تعلق لرونکي اراکين پارليمنټ دې په اعتماد کښې واخستې شي او چې کمې دعوے فاټا سره شوي حکومت دې هغه په هنګامي بنيادونو باندې ترسره کړي