سابق وزيراعظم ميرظفرالله خان جمالې د ناروغتيا لوجې په وينټې ليټر ته منتقل کړے شوې

سابق وزيراعظم ميرظفرالله خان جمالې د ناروغتيا لوجې په وينټې ليټر ته منتقل کړے شوې

سابق وزيراعظم ميرظفرالله خان جمالې د ناروغتيا لوجې هسپتال ته منتقل کړے شوې، ذرائع وائي چې سابق وزيراعظم جمالې دا مهال اے ايف آئي سي کښې په ويټي ليټر دې، او حالت ئې د خطرے نه بهر ښودلې کيږېتفصيلاتو ترمخه سابق وزيراعظم ميرظفر الله خان جمالې ته د زړۀ تکليف شروع شو چې وروستو ئې هغه د نامتو ماهر امراض قلب ډاکټر اظهرکيانې نجې هسپتال ته منتقل کړے شو، چرته چې د هغه په غوره طريقې سره علاج معالجه جارې وه، ددې وروستو ميرظفرالله خان جمالې اے ايف آئي سې ته منقل کړے شو.هسپتال ذرائع وائې چې سابق وزيراعظم په وينټې ليټر دې، او حالت ئې د خطرې نه بهر دې.ميرظفرالله خان جمالې کال دوه زره دوه نه تر دوه زره اووه پورې د پاکستان وزيراعظم وؤ،، کال دوه زره اتلس کښې ئې پاکستان تحريک انصاف کښې شموليت کړے وؤ