ساف فټبال چمپئن شپ ګروپ ميچ کښې پاکستان بوټان ته شکست ورکړې

0
7
ساف فټبال چمپئن شپ ګروپ ميچ کښې پاکستان بوټان ته شکست ورکړې

ساف فټبال چمپئن شپ ګروپ ميچ کښې پاکستان بوټان ته شکست ورکولو سره د ټورنمنټ سيمي فائنل ته داخل شوېدے
بنګله ديش کښې جاري ساف فټ بال چيمپئن شپ کښې پاکستان د ګروپ اے کښې خپل دريم او آخري ميچ د بوټان خلاف لوبولې دے
پاکستان لخوا اولني هاف کښې محمد رياض او حسن بشير ګول کولو سره قامي ټيم ته دوه ګولونو برتري ترلاسه کړه
دويم هاف کښې پاکستان لخوا فهيم ګول وکړو او بوټان خلاف ئې خپله برتري درې صفر ته اورسوله
بلخوا بوټان ټيم د ګول کولو مکمل کوشش وکړو ولې د پاکستان بهترين دفاع لوجے بوټان په ګول کولو کښې کامياب نه شو
ګروپ ميچ کښې دوه ميچونه ګټلو سره پاکستان دساف چيمپئن شپ سيمي فائنل ته کواليفائي کړېده