سانحه بلديه فيکټرې شپږ کاله پوره شو خو کيس تاحال د التوا ښکار دې

0
6
سانحه بلديه فيکټرې شپږ کاله پوره شو خو کيس تاحال د التوا ښکار دې

سانحه بلديه فيکټرې شپږ کاله پوره شو خو کيس تاحال د التوا ښکار دې، کراچې بلديه ټاؤن سيمه کښې يوې ګارمنټس فيکټرې کښې د اتشزدګې لوجې دوه سوه نهه اتيا کسان پحق رسيدلې وو
سانحه بلديه فيکټري کيس کښې د کراچې څو نامتو سياسې شخصيات ملزم ګرځولې وو ولې انسداد دهشتګردې عدات يو شمير تنانو باندې فرد جرم هم عائد کړې وو او دغه خوفناکه پيښې مقدمه انسداد دهشتګردې عدالت کښې تر اوسه زير سماعت دے
رينجرز لخوا سند هائي کورټ کښې جمع کړې شوې رپورټ کښې مخصوص سياسې ډلې يو ګروه د ککړتيا انکشاف کړې شوې وو
تحريک انصاف غړې او موجوده وفاقې وزير علې زيدې تير کال سند هائيکورټ کښې د چيف سيکريټرې خلاف خواست دائر کړے وو او موقف ئې خپل کړے وو چې هغه بلديه ټاؤن فيکټرې کښې لګولې شوې اوور په حواله جے آئي ټې رپورټ نه فراهم کوې
د کراچې انسداد دهشتګردې عدالت ايم کيو ايم رهنما روف صديقې، زيبر عرف چريا او عبدالرحمان بهولا باندې فرد جرم عائد کړې وو او علې حسن قادرې ئې اشتهارې ګرځولې وو، د ايم کيو ايم پخوانې سيکټر انچارچ عبدالرحمان مجسټريټ مخي ته اعترافې بيان کښې وئيلې وو چې هغه زيبر عرف چريا او نورو ملګرو سره د حماد صديقې په ويناګارمنټس فيکټرې کښې اوور لګولې وو،ولې چې فيکټرې مالکان د بهته خورې او شراکت دارې ورکولو نه انکار کړے وو
ياده وې چې يولسم ستمبر کال دوه زره دولسم کښې بلديه ټاؤن کښې فيکټرې کښې اوور لګيدو نه دوه نيم سوه نه زيات تنان پحق راسيدلې وو