سانحه پوليس لائنز ،تحقيقاتي ټيم پيښه کښې استعمال شوي موټرسائيکل مالک ته رسيدلې

سانحه پوليس لائنز ،تحقيقاتي ټيم پيښه کښې استعمال شوي موټرسائيکل مالک پيدا کړې

پيښور سانحه پوليس لائن تحقيقاتو کښې نوې موړ،تحقيقاتي ټيم پيښه کښې استعمال شوي موټرسائيکل مالک پيدا کړې،متعقله موټر سائيکل پيښور سرکي ګيټ کښې دوه ځله خرڅ شوې او مالک ئې د پوليس لائن جومات تعمير په وخت هلته مزدور پاتې شوې

د سانحه پيښور پوليس لائن تحقيقاتي ټيم لخوا ترلاسه شوي معلوماتو مطابق پيښه کښې استعمال شوي موټرسائيکل مالک پيدا شوې
تحقيقاتي ټيم مطابق د موټرسائيکل مالک پوليس لائن جومات تعمير کښې مزدور پاتې شوې چا چې موټرسائيکل پيښور سرکي ګيټ موټرسائيکل مارکيټ کښې خرڅ کړې،متعلقه موټرسائيکل دوه ځله خرڅ شوې،په اول ځل دسمبر دوه زره دويشتم کښې او په دويم ځل جنورې مياشت کښې خرڅ شوې
تحقيقاتي ټيم ترمخه موټرسائيکل خرڅولو نه پنځه ورځې پس متعلقه تن د پاسپورټ لپاره هم ايپلائي کړې کوم نه چې دا دې خبرې ثبوت ملاويږي چې د موټرسائيکل مالک باهر ملک ته د تښتيدو اراده وه