سخت کښې مرسته باندې د ملګري ملک سعودي عرب ډير شکرګزار يو،عمران خان

وزيراعظم په مشرۍ کښې اجلاس کښې د سي پيک منصوبو د پيش رفت جائزه اخستےشوې

وزيراعظم عمران خان سره د تبوک ګورنر شهزاده فهد بن سلطان ملاقات کړيدے ، ملاقات کښې وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې په سخت کښې مرسته باندې د ملګري ملک سعودي عرب ډير شکرګزار يو
تفصيلاتو مطابق وزيراعظم عمران خان سره ګورنر تبوک فهن بن سلطان ليده کاته کړيدي چې پکښې مهم چارو باندې غور شويدے
ملاقات دوران د وزيراعظم عمران خان وينا وه چې د پاکستان حکومت په دې سخت کښې مرسته باندې دملګري ملک سعودي عرب ډير شکرګزار دے او دا چې يوويشتمه مئي باندې به مکمه مکرمه کښې کيدونکي او آئي سي اجلاس کښې شرکت هم کوي
په دې موقع د تبوک ګورنر فهد بن سلطان وزيراعظم عمران خان د د روژې مياشتې اومبارکي ورکړي او وئيلي دي چې سعودي عرب کښې کيدونکي او آئي سي اجلاس کښې شرکت لپاره د هغوي منتظر دي