سرتاج عزيز به سباله نيپال کښې د هندوستان د خارجه چارو وزيرې سشماء سوراج سره ملاقات کوي

د وزيراعظم د خارجه چارو صلاح کار سرتاج عزيز به سباله نيپال کښې د هندوستان د خارجه چارو وزيرې سشماء سوراج سره ملاقات کوي چې پکښې به د دوانړو ملکونو ترمينځه د مذاکراتو په بحالۍ پشمول په نورو مهمو  معاملو خبرې کيږي 
تفصيلاتو ترمخه نيپال ښار پوکهرا کښې ساؤتهـ  ايشين ايسوسي ايشن فاريجنل کواپريشن غونډه جاري ده ، غونډې پرمهال د پاکستان او هندوستان هم منصب سيکټري خارجه سره غير رسمي ليده کاته شويدي 
د هند ميډيا ترمخه سباله به وزيراعظم د خارجه چارو صلاح کار سرتاج عزيز او هندوستان خارجه چارو وزيره سشماء سوراج ملاقات کوي چې پکښې به هند کښې پټهان کورټ ائيربيس بريد تحقيقاتو معاملے ترڅنګ به د دوانړو ملکونو ترمينځه د مذاکراتو په بحالۍ پشمول په نورو يو شمير  مهمو معاملو باندې به  خبرې اترې کولے شي