سرتاج عزيز هند خارجه وزيرې سشما سوراج ترمينځه نيپال کښې ملاقات شويدے

 د خارجه چارو صلاحکار سرتاج عزيز او هند خارجه وزيرې سشما سوراج ترمينځه نيپال کښې د ناشتې په ميز  غير رسمي ملاقات شويدے  او نن مازيګر به د دوانړو مشرانو ترمينځه رسمي ليده کاته کيږي چي پکښې به  په دوه اړخيزه چارو د خبرو اترو بدلون کولې شي 
د نيپال پوکهارا ښار کښي د سارک کونسل خارجه وزيرانو غونډه روانه ده  چي پکښي به نن د وزيراعظم ميا نواز شريف د خارجه چارو صلاحکار سرتاج عزيز  او د هند خارجه وزيرې سشما سوراج ترمينځه رسمي  ليده کاته کيږې 
د ملاقات پر مهال به د پټهان کوټ بريد او ځنډولې شوي مذاکراتو پشمول په نورو دوه اړخيزه چارو خبرې اترې کولې شي 
دے وړاندے نن سحر دوانړه مشران د ناشتې په ميز يو ځائے شول او  يو بل سره ئي غير رسمي خبرې اترې اوکړي
بيګا ماسختن د روټۍ په موقع هم  د سرتاج عزيز  او سشما سوراج ترمينځه غير رسمي ملاقات شوے وو،دغه رنګ د پاکستان او هند خارجه سکترانو ترمينځه هم غير رسمي ملاقاتونه شويدي
د پاکستان خارجه چارو صلاحکار ميډيا سره خبرو اترو کښي وئيلي دي چې د سارک سر مشريزه غونډې پر مهال به د هند وزيراعظم نريندرا مودي ته د پاکستان دورې بلنه ورکولې شي