سردار محمد يعقوب بغير د مقابلې سينيټر منتخب شويدي

0
53

اقبال ظفر جهګړا د خېبرپښتونخوا ګورنر ټاکلي کيدو په وجه خالي شوي نشست باندي سردار محمد يعقوب بغير د مقابلې سينيټر منتخب شويدي، اليکشن کميشن وائي چې د هغه په مقابله کښې هيچ چا هم د نامزدګۍ کاغذونه ندي جمع کړې 

د اسلام آباد په جنرل نشست د سينټ ضمني انتخابات په يو ديرشم مارچ کيدونکي وو ولي اليکشن کميشن د ټاکنو نه وړاندي سردار محمد يعقوب بغير د مقابلے نه بريالي ګرځولې دے
د اليکشن کميشن وينا ده چې د هغه په مقابله کښې هيچ چا هم د نامزدګۍ لپاره کاغذونه ندي جمع کړي نوځکه هغه د مقابلے نه بغير سينيټر منتخب شويدے
څرګنده دي وي چې د سينيټ دغه نشست د اقبال ظفر جهګړا د خېبرپښتونخوا ګورنر ټاکلي کيدو په وجه خالي شوي وو او سردار محمد يعقوب خان د مسلم ليګ ن په ټکټ کامياب شويدے