سرى نګر کښې بهارتى فورسز فائرنګ کښې اته کشميريان پحق رسيدلې

0
57
سرى نګر کښې کشميرې مظاهرچيانو باندې د بهارتى فورسز ډزو کښې اته کشميريان پحق رسيدلې او يو شمير نور ژوبل شويدې
بهرملکى خبرې ادارې ترمخه د مقبوضه کشمير په سرى نګر سيمه کښې د عليحدګۍ پسند  کمانډر بريان وانې وژنې خلاف دکشميرى مظاهرچيانو احتجاج په دوئمه ورځ هم دوام لرې 
خبرې اداره مخکښې وائى چې د مظاهرچيانو او بهارتى فورسز ترمينځه نښتې دوران ډزو کښې اته کشميريان پحق رسيدلې او يو شمير نور ژوبل شويدې 
ياده دې وې چې دجمعې په ورځ د جنوبى کشمير علاقى کوکرناګ کښې دبهارتى فورسز ډزو کښې پنځه ويشت کلن کمانډر بريان وانې پحق رسيدلې وو
ددغې پيښې خلاف کشميريانو په ګنړ شمير کښې سرى نګر او بعضې نورو سيمو کښې په احتجاج لاس پورې کړيدې