سرى نګر کښې د بهارتى فورسز ډزو کښې پحق رسيدلې کسانو شميره يوولس ته رسيدلې

0
127
سرى نګر کښې کشميرې مظاهرچيانو باندې د بهارتى فورسز ډزو کښې  پحق رسيدلې کسانو شميره يوولس ته رسيدلې ده ، بلخوا  د شهيدانو په جنازه کښې په زرګونو خلقو ګډون کړېدے  
بهرملکى خبرې ادارې ترمخه د مقبوضه کشمير په سرى نګر سيمه کښې د عليحدګۍ پسند  کمانډر بريان وانې وژنې خلاف دکشميرى مظاهرچيانو احتجاج دوام لرې 
خبرې اداره مخکښې وائى چې د مظاهرچيانو او بهارتى فورسز ترمينځه نښتې دوران ډزو کښې په حق رسيدلې کسانو شميره يوولس ته رسيدلې  د شهيد شوؤ کسانو جنازه کښې په زرګونو خلقو ګډون کړېدے
ياده دې وې چې دجمعې په ورځ د جنوبى کشمير علاقى کوکرناګ کښې دبهارتى فورسز ډزو کښې پنځه ويشت کلن کمانډر بريان وانې پحق رسيدلې وو
ددغې پيښې خلاف کشميريانو په ګنړ شمير کښې سرى نګر او بعضې نورو سيمو کښې په احتجاج لاس پورې کړيدې