سري لنکن کرکټ بورډ سينئير کرکټرز دوره پاکستان لپاره په راضي کولو کښې ناکامه شوي

سري لنکن کرکټ بورډ سينئير کرکټرز دوره پاکستان لپاره په راضي کولو کښې ناکامه شوي

سري لنکن کرکټ بورډ خپل سينئير کرکټرز دوره پاکستان لپاره په راضي کولو کښې ناکامه شويدي ، ترجمان سري لنکن کرکټ بورډ وائي چې ډيموتهه کرونارتنے او ليسته مالنګا به د پاکستان دوره نه کوي
د سري لنکن کرکټ بورډ ترجمان وينا مطابق د ټيم لس لوبغاړو پاکستان تلو نه انکار کړے چې پکښې ون ډے ټېم کپتان ډيموتهه کرونارتنے او ټي ټونټي کپتان ليسته مالنګا هم شامل دي ، دې نه علاوه پخواني کپتان انجيلو ميتهيوز ،سورنګا لکمل ،دهنجا ډي سلوا ،دنيش چندي مل،نروشان ډک ويلا او تشارا پريرا هم د پاکستان دورې کولو نه انکار کريدے
سري لنکن کرکټ بورډ ترجمان وائي چې دوره پاکستان کښې به د ون ډے ټېم قيادت ئې لاهيرو تهريمانے کوي ولې د ټي ټونټي ټيم مشري ئې داسون شناکا ته سپارلې ده
بلخوا پاکستان کرکټ بورډ د سري لنکن پلئير انکار په رد عمل کښي وئيلي دي چې دا فيصله د سري لنکن پلئير ذاتي فيصله ده او پي سي بي سري لنکا کرکټ بورډ سره ټول معاملاتو ته حتمي شکل ورکړيدے