سري لنکن کرکټ بورډ ټيسټ سيريز لپاره خپل ټيم پاکستان ته راليږلو منظوري ورکړي

سري لنکن کرکټ بورډ ټيسټ سيريز لپاره خپل ټيم پاکستان ته راليږلو منظوري ورکړي

د پاکستاني شائقين کرکټ لپاره خوشحالۍ خبر،سري لنکن کرکټ بورډ ټيسټ سيريز لپاره خپل ټيم پاکستان ته راليږلو منظوري ورکړيده،د دوه ټيسټ ميچونو سيريز به پنډۍ او کراچۍ کښې لوبولې شي
لس کاله پس پاکستان کښې د ټيسټ کرکټ واپسي کيږي، سري لنکن کرکټ ټيم به راتلونکي مياشت کښې د پاکستان دوره کوي او دوه ټيسټ ميچونو سيريز به لوبوي د کومې چې شيډول هم جاري شويدے ،وړومبې ټيسټ ميچ به پنډۍ کرکټ سټيډيم او دويم ميچ به کراچۍ نيشنل سټيډيم کښې لوبيږي
د سري لنکن کرکټ بورډ چيف ايګزيکټيو وائي چې پاکستان کښې کرکټ بحالۍ لپاره هغوي خپل کردار ادا کوي او هغه ورځ لرې نه ده چې پاکستان کښې به په باقاعده توګه ټيسټ انټرنيشنل کرکټ بحال شي
واضحه دې وي چې کال دوه زره نهم کښې سري لنکا کرکټ ټيم باندې په لاهور قذافي سټيډيم کښې يو افسوس ناک حمله شوې وه د کومې نه پس چې پاکستان کښې ټيسټ انټرنيشنل ميچز نه دي لوبولې شوي