سرښار اسلام آباد کښې نور دوه مياشتو لپاره دفعه يو سل څلور څلويښت نافذ

سرښار اسلام آباد کښې نور  دوه مياشتو لپاره دفعه يو سل څلور څلويښت نافذ شويده، د اسلام آباد ضلعي انتظاميې وئيلي چې دې دوران به هر قسمه ريلي، جلسې او احتجاج باندې مکمل بنديز وي،نوټي فکيشن کښې وئيلي شوي چې څلور نه سيوا کسان دې ريډ زون کښې جمع کيدو نه هم ډډه کوي
اسلام آباد ضلعي انتظاميې طرف نه جاري شوې نوټيفکيشن کښې وئيلي شوي چې د راتلونکي کال دري ويشتمې جنورې پورې سرښار کښې دفعه ايک سو چواليس نافذ شويده نوټيفکيشن مطابق دې دوران به هر قسمه ريلي، جلسې او احتجاج باندې مکمل بنديز وي،او څلور نه سيوا کسان دې ريډ زون کښې جمع کيدو نه ډډه کوي نوټيفکيشن ترمخه داسلام آباد اهم مقامات په کنټينرو بندولو فيصله هم شوې او فيض آباد به څلور واړو طرفونو نه تړلې کيږي دې دوران به فيض آباد پشمول د اسلام آباد اهم مقاماتو باندې شل زره نفري هم تعينات وي