سرښار پيښور کښې يو واري بيا د پوليو مهم شروع کړے شوي

0
29
سيکيورټي انديښو په وجه ټول ملک کښې انسداد پوليو مهم معطل کړې شوي

سرښار پيښور کښې يو واري بيا د پوليو مهم شروع کړے شويدے،د تيري ورځي د واقعه نه پس پوليو مهم دوام دار ساتلو پريکړه کړے شوي وه
دتفصيلاتوتر مخه پرون ماشوخيل، او د ضلع پيښور نورو برخو کښې د پوليو مهم په حقله افواه خوره کړے شوي وه چي د پوليو قطرو نه د سکول ماشومان بے هوشه شويدي
د چيف سيکرټري په مشرئ کښې يو غونډه کښې پريکړه کړے شوي وه چي پوليو مهم به دوام داره ساتلے شي
هم دغه وجه وه چي نن د منګل په ورځ هم دپوليو مهم جاري ساتلے شويدے، دسحر نه پوليو ټيمونو خپل کار پيل کړيدے
نن په ځيني سکولونو کښې ماشومانو ته انجکشني هم د لګولو سلسله جاري ده ،
د پوليو ټيمونو ته سخته سيکورټي ورکړے شويده ددي نه وړاندي نن سحر تهانه ډوميل بنو کښې هغه وخت يو اے ايس ائي اووژلے شو کوم چي د پوليو سيکورټي لپاره تهاني ته روان وو
د پروني واقعي نه پس د پوليو ټيمونو ته ماشومانو ته قطري ورکولو کښې ستونزي مخي ته راغلي دي ولي چي بعضي خلکو باندي افواګانو منفي اثر غورځولے دے