سر پُل کښې د پوليسو په چيک پوسټ د طالبانو حملې په نتيجه کښې دوه اهلکار په حق رسيدلي دي

0
72

د افغانستان سر پُل ولايت کښې د پوليسو په چيک پوسټ د طالبانو حملې په نتيجه کښې دوه اهلکار په حق رسيدلي دي،د سيکيورټي فورسز جوابي کارروائي دوران درې جنګيالي هم وژلي شويدي
د سر پُل د والي وياند ذبيح الله اماني خبري ادارو ته وئيلي دي چې صياد اولسوالۍ کښې د پوليسو او طالبانو ترمينځه نښته شوي کومه چې شپږ ګهنټې جاري وه
د هغه وينا وه چې دا نښته هغه مهال شوي کلکه چې طالبانود پوليسو په چيک پوسټ حمله وکړه
ذبيح الله زياته کړه چې نښتې دوران درې طالبان وژلي شوي او پنځه ژوبل شويدي
د ګورنر والي تصديق کړي چې د طالبانو حمله کښې دوه پوليس اهلکار په حق رسيدلي او ځني نور ژوبل شويدي