سعودى عرب هم کابل کښې خپله سفارتخانه پرانستې

متحده عرب امارت لخوا افغانستان کښې خپله سفارتخانه بيا پرانستلو وروستو سعودي عرب هم په کابل کښې خپله سفارتخانه دوباره کهلاؤلو باندې غور شروع کړېدے،جرمني حکومت هم افغانستان کښې خپله سفارتخانه دوباره د کهلاؤلو اشاره ورکړيده

د سعودي عرب خبري ادارو ترمخه حکومت په افغانستان کښې خپله بند کړي شوي سفارتخانه دوباره کهلاولو باندې غور کوي خبرې ادارو رپورټونو کښې زياته کړي شويده چې کابل کښې به د سعودي عرب سفارتخانه ډير زر بيا خپل فعاله شي سعودي عرب په افغانستان د طالبانو د قبضے نه پس په پنځلسم اګست خپله سفارتخانه بند کړي وه او سفارتي عمله ئې واپس رابللي وه درې ورځې مخکښې متحده عرب امارات په کابل کښې خپله سفارتخانه بيا کهلاؤ کړيده او جرمني حکومت هم افغانستان کښې ډير زر خپله سفارتخانه بيا پرانستلو اشاره ورکړېده